ویدیو

‎ مقامات ارشد نظامی افغان وامریکایی راجع به عملیات های مشترک نظامیان امریکایی وافغان دریک کنفرانس مشترک خبری در مرکز اطلاعات و رسانه های حکومت معلومات ارایه می کنند

 

  • GMIC Facebook
  • GMIC Twitter
د افغانستان پوځ به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۳۱۴ بیلابیل ډوله جنګي الوتکې ولري PDF چاپ نامه الکترونیک
  
شنبه 20 عقرب 1396 ساعت 13:21

دغه مطلب په متحده ایالتونو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب په هغه غونډه کې وکړې چې د تګزاس ایالت په لک لنډ کې د انتونیو په ګډ پوځي مرکز کې افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال څرګند کړ.
د ښاغلي محب په وینا افغانستان تمه لري چې تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې ۱۵۹ بلک هاک،  ۲۵ (A-29) چورلکي، ۵۵ (MD5-30) او یو شمیر نورې (C- 28) ، ( C1-30) او (PC1-12) الوتکي او چورلکې ولري.


افغان سفیر په ياد پوځي مرکز کې په زده کړو بوختو محصلینو سره ژمنه وکړه چې د غوره زده کړو او ښو امکاناتو د برابرېدو په موخه به د امریکا له پوځي چارواکو سره خبري وکړي او له دې وروسته به افغان پوځي اتشه په متحدو ایالتونو کې له ټولو افغان پوځي محصلینو سره نږدې اړیکې ساتي.


د ښاغلي محب په وینا په یاد مرکز کې افغان محصلین چې د هيواد له بیلابیلو برخو سره تړاو لري، افغانستان ته د خدمت لوړ مورال لري او دې ته لیوال دي چې د زده کړو له پای ته رسولو وروسته ډیر ژر هيواد ته ستانه او د هوايي پوځ په لیکو کې خدمت وکړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال د انتونیو په ګډ پوځي مرکز کې ۲۲ افغان محصلین د پیلیوټۍ او تخنیک په برخو کې په زده کړو بوخت دي، او له ۲۰۱۱ کال راپدیخوا تر اوسه ۲۹۶ افغان محصلین روزل شوي دي.