د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه د چین هېواد د سوداګرۍ خونې استازي سره لېدنه وکړه.
دې لېدنه کې د چین سوداګرۍ خونو استازي د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ته په ډاګه کړه، چې دوي غواړي افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید برخه کې پانګونه وکړي.
یاد استازي وویل چې دوي په ۱۱ هېوادونو کې د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید تجربه لري او افغان لوری چې هر ولایت کې وغواړي دوي به د برېښنا تولید لپاره خپلې تخنیکي تولیدي دستګاوې نصب کړي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا محمد حنیف حمزه د چین سوداګرۍ خونې له استازي مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په دې اړه به د افغانستان برېښنا شرکت او د چین لوري ګډ تخنیکي پلاوي د ګډو ناستو له لارې پر ټولو مواردو خبرې او څېړنې وکړي او وروسته به تر لاسه شوې پایله د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ مقام ته وړاندې شي.
ښاغلي حمزه دغه راز یاد استازي ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې د هر ډول پانګونې په تړاو همکارۍ ته چمتو دی.