د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هیواد د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس شیخ عبدالله الحلیلي سره وکتل.
په پيل کې د جمعیت الانهار خیریه موسسې رئيس شیخ عبدالله الحلیلي د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره پرکتنه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټينګښت ځوښي وښوده او په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د دې موسسې د کړنو او فعالیتونو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغه زیاته کړه، چې جمعیت الانهار موسسه د خپلو خیریه او فرهنګي فعالیتونو په برخه کې تراوسه پورې دیني مدرسو او دارالایتامونو ته ۴۸ودانۍ جوړې کړې دي.
شیخ عبدالله الحلیلي وویل، دا موسسه هوډ لري چې په هلمند ولایت کې یوه حامعه جوړه کړي چې دیني او عصري علوم په کې هم مهاله تدریس شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي شیخ عبدالله الحلیلي ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان د علمي او فرهنګي لوړتیا په برخه کې د جمعیت الانهار موسسې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت مسسولین په افغانستان کې د علمي او فرهنګي لوړتیا اړوندو برنامو هراړخیز ملاتړ کوي.