د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، په تېرو دوه اوونیو کې د کابل ښاروالۍ د ۷۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت اته پروژې تصویب شوې دي.
محترم الحاج ملا عبدالغني برادر په کابل کې له چین سره د امو سنید د نفتي حوزې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، په تېر یو نیم کال کې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د کابل څېرې بدلون کړی دی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي چې دمګړۍ په کابل کې د ښار د پاکوالي او سړکونو د رغاونې په برخو کې عملي چارې روانې دي.
محترم برادر همداراز وايي، په هېواد کې د لویو ملي پروژو په عملي کېدو سره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي.
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ښار کې د بیروبار د مخینوي لپاره له یو بل سره د سیمو د نښلولو او د سړکونو جوړولو چارې ستايي.
د کابل ښاروالۍ په وینا، دغه اداره د سړکونونو او څلور لارو د بیارغونې په ګډون د ۴۰ بیلابیلو پروژو د عملي کولو په حال کې ده.