د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د توریستي شرکتونو تولنې رئیس او غړو او د حج او عمرې مسوولو دولتي ادارو استازو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، یادو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه ګډونوالو شریک کړل.
د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس الحاج حسن زي منګل د حکومت له لوري دې شرکتونو ته د متعددو جوازونو ورکړې، د حج او عمرې په چارو کې د متعددو ادارو دخالت، موجوده بیروکراسي، د حج او عمرې پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو او د مالیاتي فرار مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، ستونزو ته لاسرسی او د غوره کاري فضا رامنځته کول وبلل.
نوموړي وویل: د یوه منظم چوکاټ له لارې به شته ستونزو ته ګډه حللاره ولټول شي، ترڅو معتمرینو او سیاحینو ته لا زیات سهولتونه ایجاد شي.
د ریاست الوزراء دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو پای کې د دوی له وړاندیزونو څخه په مننې زیاته کړه، د تعقیب لپاره به په راتلونکې کې نورې غونډې هم ولرو او اوسني وړاندیزونه او غوښتنې به له اړوندو مسوولینو سره شریکې شي.