د سویډن کمیټې په مالي همکارۍ د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په هزار سموچ کلي کې د اوبو رسولو شبکې د پروژې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه شبکه کې د ۶۰ او ۲۰۰ متر مکعب په حجمونو سره د ۲ بابه ذخیرو جوړول، د کلي په بیلابیلو سیمو کې د ۸۰ شیردهنونو جوړول او ۳۵ کیلو متره پيپ کشي شامل دي.
په نوموړې پروژه ۹ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ لګښت او څه باندې ۱۴۰۰ کورنۍ د صحي څښاک اوبو څخه برخمن شوي دي.