د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د دې کمېسیون د غړو په موجوديت کې ترسره شوه، د کابل ښار په الوخېل سيمه کې د کرکټ نړيوال سټيډيم جوړولو، په مرکز او ولايتونو کې د ديني مدارسو د فارغانو ظرفيت لوړولو په موخه د اداري ښوونيزو کورسونو او اداري مضامينو جوړولو راپور او په ترمينلونو او ترانسپورټي تمځايونو کې د نقليه وسايطو د مديريت او تنظيم طرحې په اړه هر اړخيز بحثونه وشول او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.