د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په تخنیکي همکارۍ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې ارتفاعي شبکې د ترمیم چارې د (۱۳۶۰۵۸۰) افغانیو په مالي لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده شبکه د (۲۵۰۰) مترو په اوږدوالي د (۴۵۰۰۰) لیټره په ظرفیت سره د ولسوالۍ مرکز اړوند (۲۶۰) کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.