په هرات کې د ترکیې د قونسلګرۍ مسوولینو ويلي، چې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د بشري مرستې اوومه ټولګه، چې په کې ۵۰۰ ټنه جامې او خوراکي توکي شته؛ د تورغندۍ له لارې رارسېدلې ده.
په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل سینان الیخان وایي؛ د ترکیې د حکومت د مرستو ریلګاډی د هرات د تورغونډۍ بندر ته را ورسید او له افغانانو سره به د دوی مرستې روانې وي.
په لویديځ زون کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د نشراتو رییس محمد آصف صدیقي وايي؛ په راتلونکې اوونۍ کې به دا مرستې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې پر بېوزلو کورنيو ووېشل شي.
د ترکیې حکومت له دې مخکې د تورغنډۍ بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو شپږ ټولګې را استولې وې.