د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام/ UNDP له لوري د زابل د مرکز کلات ښار اړوند په «تنه څاه» کلي کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه بند جوړولو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.
دغه بند ۷ متره لوړوالی، ۳۰ متره سور او ۲۱۰ متره اوږدوالی لري او د جوړولو چارې یې پنځه میاشتې مخکې پيل شوې وې.
یاد بند د ۲۸۰ زره متره مکعبه اوبو زېرمه کولو وړتیا لري چې ۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.