د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د غزني والي الحاج حافظ محمد امین عمري سره وکتل.
په دې کتنه کې، ښاغلي عمري په غزني کې د روان امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضیعت په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، په یاد ولایت کې امنیتي او ملکي ادارې په ښه همغږۍ خپلې چارې پرمخ وړي، د خلکو او مسوولينو ترمنځ د همکارۍ روحيه پياوړې ده او ترڅنګ يې په ياد ولايت کې د يو شمېر رغنیزو پروژو د تطبيق غوښتنه هم وکړه.
د ریاست الوزراءسیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د نوموړي معلوماتو څخه مننه وکړه او د چارو لا ښه والي لپاره يې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
مولوي صاحب عبدالکبیر د ولس خدمت او د هغوی رضايت ترلاسه کول د اسلامي امارت مهم لومړيتوب وباله او ورته د پاملرنې ترڅنګ يې په غزني کې د رغنیزو پروژو د تطبيق اړوند وويل، دغه غوښتنې به له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.