د اقغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د کابل ښاري نظم د تامین له کمېټې سره ناسته وکړه.
یاده کمیټه چې د کابل ښاري نظم او ترافیکي ګڼې ګوڼې د تنظیم په موخه جوړه شوې، د کابل ولایت په ګډون، د ترافیکو ریاست، ترانسپورټ وزارت، کابل ښاروالۍ او استخباراتو ریاست مسئوولین یې غړيتوب لري.
د دې کمیټې غړو وویل، د کابل ښار د نظم او ترافیکي ستونزو د حل په موخه یې ګڼ کارونه ترسره کړي او لاهم روان دي، چې ډېر ژر به ورسره د کابل ښار د بې نظمیو کچه راټېټه شي.
هغوی وویل، د اصولو او مشرانو د لارښوونو په رڼا کې له ښاریانو او موټر چلوونکو سره چلند کیږي چې له امله یې خلک هم همکارۍ ته هڅېدلي دي.
هغوی زیاته کړه، د کابل په ټولو ناحیو کې د نظم فرعي کمېټې جوړې شوې او په جدیت سره خپل کارونه پر مخ وړي.
د یادې کمېټې غړو د کابل- جلال آباد او کابل –کندهار مسیرونو د مسافرو د ستونزو د حل په موخه یو لړ وړاندېزونه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، په کابل ښار او لویو لارو کې د بې نظمیو او مسافرینو ته د امکاناتو نشتوالي ستونزې باید د روان مالي کال په لړ کې حل شي.
هغه څرګنده کړه، د کابل ښار په بازارونو او واټونو کې د بې نظیمو تر سترګو کېدو د ښار څېره بدرنګه کړې او حل ته یې باید جدي پام وشي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی د کابل ښار د ستونزو د حل په موخه د اړتیا وړ هر راز امکانات چمتو کړي.