د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال حاجي عبدالخالق عابد سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، ښاغلي عابد د یاد وزارت د فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، یاد وزارت د افغانستان مختلفو قومونو سره همغږي رامنځته کړې، ګڼې قومي شخړې او دښمنۍ د ولسي او قومي جرګو له لارې حل شوي او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د ستونزو حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه دی، چې ولسونه او قومونه پرې راټول دي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت هڅه کوي په سرحدونو کې افغانانو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال نوموړي ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې لارښونې او سپارښتنې وکړې.