د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء کفیل او سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ودانېزو شرکتونو له یو شمېر مالکانو او مسئوولینو سره ولیدل.
په دې کتنه کې د شرکتونو مالکانو او مسئولینو وویل، د ودانیو، سړک او د لویو بندونو جوړولو په برخه کې لوړ ظرفیت لري او حاضر دي چې د هېواد د آبادۍ په موخه په کمه بیه رغنیزې پروژې پیل کړي.
هغوی وویل، د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي پروژو په پیل سره د ودانیزو شرکتونو کارونه پيل او ګڼو کسانو ته دندې پیدا شوې دي.
یادو مسئوولینو د ودانیزو شرکتونو د ښه فعالیت او غوره خدمتونو په موخه د کاري جواز اخیستنې، د بانکي تضمینونو تنظیم او له هغو څخه د مالیاتو راټولولو په برخه کې د ریاست الوزراء کفیل ته یو لړ وړاندېزونه وکړل.
په دې ناسته کې د ریاست الوزراء محترم کفیل په ودانیزو چارو کې د افغاني شرکتونو په ظرفیت خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، اسلامي امارت به د افغان انجینرانو او شته ظرفیت پر مټ افغانستان ورغوي او د لانورو لویو پروژو د پیل تکل لري.
هغه زیاته کړه، د قوشتیپې کانال کیندنې ثابته کړه چې افغان انجینران ښه پوهه او مدیریت لري.
محترم مولوي عبدالکبیر په پای کې د ودانیزو شرکتونو مالکانو او مسئولینو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی وړاندیزونو ته به د اصولو په رڼا کې رسیده ګي وکړي او همدارنګه به حکومت ټولې رغنیزې پروژې د کورنیو شرکتونو د ملاتړ لپاره هغوی ته وسپاري.