د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د وزارت د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال، د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د یونیسېف ادارې په مالي مرسته، د څښاک پاکو اوبو ۱۰۴ پروژې، بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، چې له امله یې یو میلیون څلور سوه اوه څلوېښت زره کسانو ته، د څښاک پاکې اوبه او ځایي خلکو ته دوه سوه اوه ویست زره کارې ورځې برابرې شوي دي.
مسئولینو زیاته کړه، د هېواد په کچه د یو میلیارد دوه سوه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت، د څښاک پاکو اوبو رسولو د ۳۸۳ پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې شپږ میلیونه اوه سوه زره کسانو ته د څښاک پاکه اوبه او ځایي اوسېدونکو ته نهه سوه اوه شپېته زره کاري ورځې برابرې شي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه د همکارو موسسو په مرسته، ۲۸۹ د پاکو اوبو نوې شبکې او ۷۷۲ څاګانې جوړې شوي، دغه راز د ۱۱۹ شبکو او ۲۵۰۰ څاګانو ترمیماتي چارې تر سره شوي، چې په پایله کې یې دوه میلیونه شپږ سوه زره کسانو ته پاکو اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې شوي دي. همدارنګه د پاکو اوبو رسولو د ۱۸۶ شبکو او ۶۶۷ څاګانو د جوړولو او ۱۳۱ شبکو او ۲۷۴۷ څاګانو د ترمیم چارې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به یې دوه میلیونه یو سل اوه شپېته زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
بادغیس، هلمند، کندهار او خوست ولایتونو کې د کانالونو، استنادي دېوالونو، سړکونو، پلونو او کارېزونو پاکولو ۲۵ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې، دغه راز په ۱۴ ولایتونو کې د ورته ۵۹ پروژو چارې دوام لري. همدارنګه په کندهار ولایت کې د اسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ د کانالونو او کارېزونو پاکولو ۱۸ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۵۸ ورته پروژو چارې روانې دي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولینو وویل: په کابل، لوګر، کاپیسا، پروان او بادغیس ولایتونو کې ۳۵ کیلو متره په اوږدوالي د سړک جوړونې پروژې تطبیق شوي، دغه راز د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د یوې پروژې چارې روانې دي.