د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د دوشنبې په ورځ (۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې ناستې پر مهال د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځله.
په دې ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ تر څنګ، د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو، د کابینې یو شمېر وزیرانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګرو، د خصوصي سکتور، نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو او بهرنیو ډیپلوماټانو ګډون کړی وو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست، محترم الحاج خلیل الرحمن حقاني وویل: د پاکستان سرپرست حکومت د ټولو اسلامي او نړیوالو قوانینو خلاف د افغان مهاجرینو د اجباري اېستلو پرېکړه وکړه او د هغوی شتمنۍ یې ضبط کړې. هغه زیاته کړه، چې د کډوالو برخه کې له ټولو مسئولو بنسټونو څخه غوښتنه کوم څو ګاونډیانو ته ووایي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي او هغوي پرېږدي چې په تدریجي ډول پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
ښاغلي حقاني، له نړیوالو مرستندویه بنسټونو، ملي سوداګرو او هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه چې تر خپل وس او توان پورې له راستنو شویو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاون، محترم قاري عبدالستار سعید، د مهاجرینو د نړیوالو ورځې په مناسبت د رئیس الوزراء پیغام ولوست، چې پکې له مهاجرینو سره په هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ټینګار شوی وو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم، ملا عبدالغني برادر اخوند هم په دې ناسته کې وینا وکړه وې ویل: زمونږ ګاونډویانو د افغان کډوالو په حق کې د ټولو اسلامي، بشري او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف یو اړخیزه پرېکړه وکړه؛ اما د دې جفا تر شا چې کوم اهداف وو، هغوی یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او اسلامي امارت وتوانېده چې د افغان کډوالو موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.
دغه راز ښاغلي برادر، په غزه کې د روانې فاجعې او افغان کډوالو په اړه، د ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې پر چلند کلکه نیوکه وکړه وې ویل، چې هغوی د دغې فاجعې په تړاو یوازې پر نمایشي غونډو بسنه کوي او پر اسلامي امارت بیا د ښځو د هغو حقونو له امله بندیزونه لګوي، چې تر بل هر وخت اوس په ښه ډول تامین شوي دي.
همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي هم د افغان مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.
ښاغلي حنفي وویل: د اسلامي امارت مشرتابه او مسئولینو د مهاجرینو موضوع ته جدي پاملرنه کړې او په دوامداره ډول هڅه کوي چې هغوی ته د ژوند ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ټولو هغو نړیوالو مرستندویه بنسټونو، ملي سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه وکړه چې د مهاجرینو د لاسنیوي لپاره د اسلامي امارت تر څنګ درېدلي او دغه موضوع یې په ښه ډول مدیریت کړې ده.
په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت مرستیال، محترم محمد ارسلا خروټي د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل: تر فتحې وروسته شاوخوا دوه اعشاریه اته میلیونه افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي؛ خو له دې سره سره اوس هم شاوخوا ۷ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د مهاجرت ژوند تېروي.
ښاغلي خروټي زیاته کړه، چې د وزارت په هڅو څه باندې لس زره زندانیان د پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو له زندانونو څخه ازاد او له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
دغه راز په دې ناسته کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان، ملي سوداګرو او خصوصي سکتور استازو هم په خپلو خبرو کې له راستنېدونکو سره په مرستې او همکارۍ ټینګار وکړ.