دو شنبه ۴/۶/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۲۷/۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۶۰) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۱۰) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۳) تنه کیږي له سپین بولدک څخه کندهار ښار ته ولیږدول شول او یادو کورنیو ته (۱۳) زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه: (۴۱) کورنۍ، د مهاجرینو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۶۰) راستنې شوې کورنۍ سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۱۳۹۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې، (۳۶۱) تنه تداوي شوي او (۱۲۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.