د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په کابل پوهنتون کې د امارتي پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځيو او اسلامي ثقافت د استادانو، د دعوت او ارشاد د امامانو او مبلغینو لپاره په جوړ شوي دیني او علمي سمینار کې، ګډون او وینا وکړه.
په دې سمینار کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان ته اسلام په ډېرو قربانیو او سرښندنو راغلی او په قربانیو او سرښندنو به ساتل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، په تېر شل کلن جهاد او قربانیو کې د هېواد ولسونو، د پوهنتون استادانو، محصلینو او علماوو برخه اخیستې او اسلامي امارت دوی په جهاد او اسلامي نظام کې شریک بولي. هغه وویل، د اسلامي نظام ساتنه او تقویه د ټولو ګډه دنده او مسؤولیت دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو دیني او عصري علومو د رشد او تقویې لپاره هڅه کوي، ټول علوم اړين بولي او په یوه سترګه ورته ګوري، خو دا دوه لسیزې دیني علومو ته پام نه دی شوی، د دیني علومو تشه ډېره ده، نو باید پام هم ورته ډېر شي.
هغه د سمینار ګډونوالو ته وویل، دا ثابته شوې چې دین او هېواد ته هغه څوک ښه خدمت کولی شي او کړی یې دی، چې دیني او عصري زدکړې يې کړې وي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، موږ داسې ډاکټر او انجنیر غواړو چې د ډاکټرۍ او انجنیرۍ سره سره د اسلام لومړني او ضروري تعلیمات ولري.
نوموړي یادو استادانو ته وویل: تاسې باید خپل محصلين په دې پوه کړئ چې موږ د اسلامي نظام د ټينګښت او تقویې تر څنګ په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان د ځلولو هڅه کوو.
محترم مولوي عبدالکبیر په خپل خبرو کې وویل، اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل او د متقابل احترام په فضا کې نېکې اړیکې غواړي، خو د اسلام پر اصولو سودا ته هیڅکله حاضر ندی او نه به د نورو د خوښۍ لپاره اسلامي شعائر تر پښو لاندې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامی امارت اسلام په ریښتينې مانا تطبيقوي، پر اسلام یوه ذره سازش هم نه زغمي، له همدې امله د اسلامي ثقافت زدکړه او اسلامي هوښیارتیا ډېره اړینه بولي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې د لوړو زدکړو وزارت له مشرتابه څخه د دې سمینار له دایرولو په مننې د دغه ډول سمینارونو پر دوام ټینګار وکړ.