د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت امنیه قومندان محترم قاري صلاح الدین ایوبي او د هیواد یو تن ملي تاجر محترم حشمت الله ارمان سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د زابل ولایت امنیه قومندان محترم قاري صلاح الدین ایوبي په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت او محلي حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، محلي مسوولین په دغه ولایت کې د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو رسولو په موخه کوښښ کوي او خپلې هڅې نه درېغوي.
ورپسې د هیواد یو تن ملي تاجر محترم حشمت الله ارمان تاجرانو ته دلازمو اسانتیاوو په برابرولو او په هیواد کې د امنیت په تامین خوښي وښوده.
نوموړي په هیواد کې په بېلابېلو برخو کې د خپلو پانګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، په پام کې لري د میمنې ښار د ښاروالۍ پارک کې په ټولو عصري امکاناتو سنبال لوی جومات جوړ کړي او د اسلامي امارت رهبري څخه یې وغوښتل چې د دې پروژې د عملي کېدو او لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو او همدارنګه د ملي پانګوالو او تاجرانو د. مرستو رسولو، سوداګریزو فعالیتونو او پانګونو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، محلي مسوولین خلکو ته د غوره خدماتو برابرولو او د امنیت د تامین مکلفیت لري، نو دېته باید ډېر پام وکړي.
همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت د تاجرانو او پانګوالو د ټولو پانګونو او په ځانګړي ډول په هیواد کې د خیریه فعاایتونو هرکلی کوي او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.