د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي لپاره د ټاکل شوي پلاوي د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د ټاکل شوي پلاوي غړو هم ګډون درلود، له نورو ادارو سره د يو شمېر امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل مخنيوي په اړه بحث او هر اړخيزې خبرې وشوې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.