د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې اغلې ناتالیا کوینتاویل سره په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د یاد هیواد ځانګړي استازي ګاینفرنکو هم حضور درلود، وکتل.
د دې کتنې په پیل کې اغلې ناتالیا کوینتاویل خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د امنیت پر تامین او د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې دغه لاسته راوړنې مشاهده کړي، خوښي څرګنده کړه.
نوموړې له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو دوام ته په اشارې وویل، ایټالیا په افغانستان کې د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکارۍ ته اماده ده.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ایټالیا سفیرې اغلې ناتالیا کوینتاویل ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د ایټالیا د همکاریو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ د اروپایي او د نړۍ له نورو هیوادونو سره د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تأمین، د نشه یي توکو او اداري فساد لمنځه وړل د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي؛ دغه راز هیڅ شخص یا هیواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو د امنیت پر خلاف وکاروي.