د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت له سفیر محترم مولوي بلال کریمي سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي بلال کریمي په چین ولسي جمهوریت کې د اسلامي امارت سفارت د فعالیتونو او برنامو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
محترم کریمي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، اوسمهال دغه روابط په بېلابېلو برخو کې په لوړه سطحه قرار لري، همداراز په بیجینګ کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت خپله ټوله هڅه کوي چې دغه روابط او اړیکې لا پیاوړې او پراختیا ومومي.
په چین ولسي جمهوریت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر په یاد هیواد کې افغان سوداګرو او هلته مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدمتونو په اړه وویل، افغان سفارت تل هڅه کوي دوی ته په بېلابېلو برخو له هغې ډلې افغانانو ته د پاسپورټونو وېش او د نورو هیوادونو مراجعینو ته د ویزو د ورکړې په برخو کې لازم خدمتونه وړاندې او ستونزې یې په کوربه هیواد کې حل کړي.
همدا راز محترم مولوي بلال کریمي زیاته کړه، چیني سوداګر او بېلابېل شرکتونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د کانونو استخراج، انرژۍ، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان او چین د دوه ګاونډویو هیوادونو په توګه په بېلابېلو برخو کې تاریخي او قوي اړیکې لري او اسلامي امارت د دغو روابطو د لازیاتې پراختیا غوښتونکی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په بیجینګ کې د افغانستان سفارت په کوربه هیواد کې د افغانستان استازی وباله وې ویل، د هیواد دیپلوماتیک مأموریت باید افغانستان هغه ډول چې لازمه ده د چین خلکو ته معرفي او د دواړو هیوادونو ترمنځ دې د دغو پیوندونو د لازیات استحکام لپاره هلې ځلې وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د انرژۍ، کرنې، کانونو استخراج او ترانزیټ په برخو کې د پانګونې بېسارو ظرفیتونو ته په اشارې وویل، د افغانستان سفارت باید د چین سوداګرو او پانګوالو ته د دغو ظرفیتونو د معرفي کولو ترڅنګ هغوی وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.