د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار حبیبې عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې لېسې د مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې وې ویل، د ښوونځي لومړنۍ، منځنۍ او لېسې دوره د یوې ټولنې د پوهنې اساس او بنسټ جوړوي، کچېرې د پوهنې د مسؤلینو او ښوونکو له لورې د دغې دورې کیفیت ته پاملرنه وشي، یقني ده چې پوهنتونونه او نور علمي مراکز به له لوړ علمي کیفیت برخمن وي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د حبیبې لېسې ښوونکو ته په خطاب کې وویل، تاسې د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي او مدیران یاست، هڅه وکړئ له دې موقع څخه چې ستاسې په واک کې ده، غوره استفاده وکړئ او پر خپلې سالمې ښوونې او روزنې د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلئ.
دریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، که وغواړو چې پرمختللي او هوسا هیواد ولرو باید د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت لوړولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، ځکه له سالمې ښوونې او روزنې پرته پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د تعلیمي نصاب په اصلاح کولو او په افغانستان کې د مدرسو او ښوونځیو په پراختیا سره د هیواد ټولو بچیانو ته د معیاري او لوړ کیفیت ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.
په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې لېسې مسؤلین خپلو دندو ته متوجه او ځینې ممتاز زده کوونکي یې تشویق او تقدیر کړل.