عمده دندې

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز دندې په لنډه توګه په لاندې برخو وېشل کېږي:

لومړۍ برخه، رسنیو سره اړیکې: دا برخه د دولتي ادارو د خبري ناستو او خبري کنفرانسونو، ځانګړو مرکو او نورو رسنیزو چارو د تنظیم او د هغو د خبري پوښښ په موخه د رسنیو مسوولینو سره د اړینې همغږۍ لپاره، رامنځته شوې ده.

دویمه برخه، همغږي: دا برخه په ځانګړي ډول له دولتي ادارو سره د همغږۍ لپاره رامنځته شوې ده، چې له همدې لارې د مهمو ناستو او برنامو د تنظیم، د هدایاتو تکثیر، د معلوماتو راټولو او کاري راپور د تولید په منظور له دولتي ادارو سره، اړینه همغږي ترسره کېږي.

درېیمه برخه، تولید: دا برخه د راډیویي او تلویزیوني پروګرامونو د تولید، د خبري ناستو او خبري کنفرانسونو د ثبت، د مستندونو او انځوریزو راپورونو د تولید لپاره رامنځته شوې ده او هڅه یې داده چې د رسنیو او خبریالانو د اړتیا وړ مواد ترتیب او د هغوی په واک کې ورکړي. 

څلورمه برخه، اجراییوي چارې: دا برخه د مرکز چارو د تنظیم، مدیریت او پر مخ وړلو لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي او هڅه کوي چې په موثر او دوامداره ډول د مرکز فعالیتونو د تحقق لپاره زمینه برابره کړي.