په تېر کال کې په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، په دې ناسته کې د هغو افغان کډوالو په اړه چې غواړي هېواد ته راستانه شي، د هغوی د داوطلبانه راستنېدو لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هم خبرې وشوې.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وویل، «د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ باید د کډوالو د کار او ژوند د بیا پیلولو لپاره یو پلان جوړ کړي.»
په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، هغه کسان چې له هېواده بهر تللي دي، باید بېرته راستانه شي او خپل هېواد جوړ کړي