د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د سمنګان ولايت ځانګړې اداري غونډه، چې د ياد ولايت والي، مرستيال، د استخباراتو رئيس، ښاروال او د نورو مختلفو ادارو رئيسانو او استازو هم پکې حضور درلود، د چارو د لا ښه والي او ستونزو ته د رسېدو په موخه د سمنګان ولايت مقام کې پرون ترسره شوه.
په پيل کې، محترم حنفي د سمنګان ولايت امارتي مسوولينو ته وويل: تاسو بايد د خلکو حاکمان نه، بلکې خدمتګار واوسئ، ځکه خلکو په ډېرو سختو شرايطو کې د مجاهدینو ملاتړ او قرباني ورکړې ده او اوسمهال حق لري اسلامي امارت يې په ټوله معنی خدمت وکړي.
همداراز محترم حنفي هغوی ته د اوامرو اطاعت، خپلمنځي يووالي او د مختلفو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ توصیه وکړه.
وروسته د سمنګان ولايت د والي مولوي عبدالاحد فضلي په ګډون ټولو رئيسانو او د مختلفو ادارو استازو خپل وړانديزونه او ستونزې د رياست الوزرا اداري مرستيال سره شريکې کړې.
محترم حنفي هغوی سره ژمنه وکړه، چې د ستونزو حل لپاره به يې انشاالله ارزښتناک ګامونه واخيستل شي.#