د کورنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع شوی او هیچا ته یې د کښت اجازه نه ورکول کېږي.
کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، د کوکنارو له کرکېلې مخنیوی له نشهيي توکو سره د مبارزې یوه برخه ده.
د کوکنارو د کرکېلې د ممنوعیت د فرمان له صادرېدو سره سم، په هلمند کې یو شمېر کروندګر وايي، د کوکنارو د بدیل کښت په توګه په دغه ولایت کې د پنبې کرنه عامه شوې ده.
کروندګر راز محمد وايي: پروسږ کال په ځینو سیمو کې تاریاک کرل شوي وو، خو سږ کال په هلمند ولایت کې هیچا کوکنار نهدي کرلي، ځکه حکومت بند کړي دي.