د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ملي پراختیا شرکت د فعالیت مرکز او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال چې د یاد شرکت رئيس محترم عبدالرحمن عطاش یې ملتیا کوله، د یاد شرکت د فعالیتونو او کړنو د قدردانۍ ترڅنګ د هیواد د بیارغاونې او ابادۍ لپاره د هغه شرکت فعالیتونه مهم وبلل او اړوند مسوولین یې د ګران هیواد د ابادۍ په موخه لا زیاتو هڅو او کوښښونو ته وهڅول.