د خوړو او درملو ملي ادارې په ډاګه کړې، چې هېواد ته د خوراکي توکو او درملو په قانوني وارداتو کې زیاتوالي راغلی دی.
یاده اداره په يوه خبرپاڼه کې ويلي: هېواد ته د درملو په رسمي وارداتو کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.
دغه راز د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ادارې د اداري پروګرامونو د مرستیال مطیع الله صاحبزاده په مشرۍ د تخنیکي غړیو په غونډه کې د روان کال په لیندۍ کې د درملو ۱۲۴ فورمې او د بنسټونو او شرکتونو اته وړاندیزونه له ارزونې وروسته منظور شوي دي.
د درملو قانوني واردات په داسې حال کې زیات شوي، چې د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه د درملو د تاسیساتو له پلټنو وروسته اته سوه قلمه تاریخ تېر درمل نیولي او له منځه وړي دي.