د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه، د رياست الوزرا سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره او پکې د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست پر کړنلارې بحث وشو.
په دې غونډه کې، د جهادي ارزښتونو د ساتنې پر اړتیا، د شل کلن جهادي تاریخ پر راټولولو، خوندي کولو او تدوين هم بحث وشو.
همداراز، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې راتلونکو نسلونو ته د دې تاریخي مرحلې په اړه واضح، شفاف او رښتیني معلومات ورسېږي او هماغسې چې د تېر شل کلن جهاد مشري د اسلامي امارت پر غاړه وه، د دې دورې د جهاد تاريخ ليکلو او جهادي ارزښتونو خونديتوب مسووليت هم اسلامي امارت ته راجع کېږي. اسلامي امارت په ښه بڼه د دې کار ترسره کولو ته ژمن دی.