د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې، په مرکز او ولايتونو کې د ديني مدارسو د فارغانو ظرفيت لوړولو په موخه د روزنيزو کورسونو ترسره کولو او همداراز د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د مسافرو او باروړونکو خصوصي شرکتونو استازو په حضور کې د ترانسپورټي شرکتونو او په ترمينلونو او تمځايونو کې د نقليه وسايطو طرحې په اړه هر اړخيز بحث وشو.
همداراز د يادو بنسټونو استازو خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.