د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند کنړ ولایت ته سفر وکړ. په دې سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محترم ملا خیرالله خیر خواه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محترم صدر ابراهیم، د کورنیو چارو وزارت له نشه یی توکو سره د مبارزې معین محترم ملا عبدالحق همکار او یو شمېر نور مسئولینو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملتیا کوله.
محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د ګډ پلاوي او ننګرهار ولایتي مسئولینو په ملتیا د کنړ سیند، د ناکامورا له لوري جوړ شوي کانالونه او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه وکړه او مسئولینو ته يې د چارو د لاښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له کنړ سیند څخه د لیدنې تر څنګ د ناکامورا په هڅو جوړ شوي کانالونه حیاتي وبلل او د رامنځته شويو نوښتونو له امله یې د مسئولینو د هڅو قدرداني وکړه.