د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع ټولنې اړوند د پوهنتون له یو شمېر استادانو او کادرونو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د یادو استادانو او کادرونو په استازولۍ نصرالله مصباح شهرستاني په خپلو خبرو کې وویل، خوښ دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزیرې ختمې شوې، تبعیض له منځه تللی او عدالت رامنځته شو.
ده زیاته کړه، سره لدې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د اهل تشيع په شمول ټولو اقوامو ته ځای ورکړی، خو غوښتنه یې وکړه، چې د اهل تشیع له کادرونو څخه دې په دولتي جوړښتونو کې نوره استفاده هم وشي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د اهل تشيع کادرونه او قومونه له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د پوهنتون له یادو استادانو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د افغانستان د ټولو ورونو قومونو اړوند دی چې له هر ډول تبعیض او تعصب پرته يې خدمت کوي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت کې د هر قوم ، سیمې او ولایت خلک شته چې د وړتیا په نظر کې نیولو سره له تبعیض پرته ټولو کادرونو ته د خدمت زمینه برابروي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال زیاته کړه، په دې برخه کې به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.