د مصر، سودان، لیبیا او فلسطین د علماوو یوې ډلې په اقتصادي چارو کې د ریاست الوزرا مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند سره وکتل.
محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د عالمانو له راتګه د مننې تر څنګ ویلي؛ په نړۍ کې د افغانستان د حقیقي وضعیت درسته ترجماني نده شوې او متأسفانه، چې غربي رسنۍ هم هر څه ته منفي بڼه ورکوي.
نوموړي له دغه پلاوي سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې؛ تاسې خپلو ولسونو او د نړۍ مسلمانانو ته د افغانستان د اوسني وضعیت، نظام او افغان ولس واقعي ترجماني وکړئ.
د راغلي پلاوي مشر شیخ دکتور محمد الصغیر او غړو یې په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د امریکا او ناتو پر وړاندې جهاد حیرانوونکې حماسه یاده کړې او د دې بریا مبارکي یې افغان ملت ته ورکړه.
په پاى کې محترم برادر په خپلو خبرو کې ويلي: په نړۍ کې د افغانستان واقعي وضعيت په سمه توګه ندى تعبير شوى او له بده مرغه لويديځې رسنۍ هر څه منفي بولي. زه له تاسې غواړم، چې د افغانستان یو رښتینی انځور خپلو ولسونو او نورې اسلامي نړۍ ته وړاندې کړئ.