افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۴ نور ناروغ ماشومان پلازمېنه کابل کې آریانا او فرانسویانو روغتونونو ته د عملیات او درملنې په موخه ور وپېژندل.
افغاني سرې میاشتې په تېرو څو میاشتو کې پلازمېنه کابل کې د زړونو د درملنې بېلابېلو روغتونونو ته د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۵۴۲ ناروغ ماشومان ور پېژندلي.
د سوري زړه په ناروغۍ د هر اخته ناروغ لګښت له ۲۱۰۰۰ افغانیو څخه تر ۷۵۰۰۰ افغانیو پوري دی، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. ددې تر څنګ په روغتونونو کې د درملنې پر مهال د ناروغ او د ناروغ د پایواز ټول لګښت هم د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.