د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې.
بل لورته، د ننګرهار سیمهییز مسوولين وایي چې سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ٢٤٠ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي چې ٥١٦ ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي دي.
بلخوا، کروندګر او سوداګر که څه هم خوښ دي چې د تېر په پرتله د ممپليو حاصلات ډېر شوي او داخلي بازار يې هم ښه دی خو وايي، که بهرنی بازار ورته وموندل شي نو کروندګر به ډېره ګټه ترلاسه کړي.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د ممپليو پر کښت سربېره د ممپليو د پروسس او پخولو چارې هم تر پخوا ښه شوې او جلالاباد ښار کې ډېرې بټۍ (د ممپليو د پخولو کارځايونه) جوړې شوې چې خلکو ته يې د کار کولو زمينه هم برابره کړې ده.
د هغه په وينا، د کرنې او اقتصاد وزارتونو له لارې يې هڅې پيل کړې چې سوداګرو ته په بهرنيو هېوادونو کې د هېواد د تازه او وچو مېوو د خرڅلاو مارکېټ برابر کړي.