د افغانستلن اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او ځوانانو سره ولیدل.
هغوی وویل، په هېواد کې اسلامي نظام په ډېرو قربانیو او سختۍ سره راغلی او د ساتنې لپاره یې ولسونه لا ډېرو قربانیو ته چمتو دي.
دوی زیاته کړه، برمل غرنۍ ولسوالۍ ده او اوسېدونکي یې له ډېرو ستونزو سره مخ او لږ پراختیایي کار ونه په کې شوي دي.
یادو مشرانو په دې ولسوالۍ کې د روغتیا او پوهنې تر څنګ د ګڼو نورو پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
دوی ،دغه راز خپلې نورې ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل، دا نظام د ولس له منځه راپورته شوی، د خلکو خدمت او د ستونزو حل یې خپل مسؤولیت بولي.
هغه یادو علماو او مشرانو ته ډاډ ورکړ چې امارت به د برمل ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې حل کړي.