د خوست ولایت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر نظر لاندې، د (OCHR ) مؤسسې په همکارۍ او د یونیسف ادارې له خوا د ۱۲ لکو امريکايي ډالرو په مالي لګښت د څلورو ولسواليو لپاره د څښاک پاکو اوبو د ۱۳ سولري شبکو او د ۶۴۰ مبرزونو د پروژو د بنسټ ډبرې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودلې شوې.
يادې پروژې به د خوست ولایت د اسمعيل خېلو مندوزيو، تڼيو، سپېرې او نادرشاه کوټ ولسواليو کې ۵۳۲۳ کورنيو لپاره ترسره شي چې د ۱۲۰ کاري ورځو په موده کې به ۱۶۸۶۹ ماهرو او غيرو ماهرو کاريګرو ته د کار اومزدورۍ زمينه برابره کړي.
د سپېرې ولسوالۍ لپاره ۱۰۰۰ لاسي کراچۍ، بېلچې، کثافت دانۍ او د روغتيا قوطيو د توزيع تر څنګ به ورته د حفظ الصحې په برخه کې عامه پوهاوی هم ترسره شي.