د افغانستان برېښنا شرکت او د تاجکستان برېښنا ملي شرکت (شرکت برق تاجک) تر منځ افغانستان ته د 2023 زیږدیز کال لپاره د تاجکستان د برېښنا د تورید تړون تمدید شو.
یاد تړون په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هم حضور درلود د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي رئیس محترم الحاج ملا محمد حنیف “حمزه” او د تاجکستان برېښنا ملي شرکت (شرکت برق تاجک) د رئیس ښاغلي محمد عمر عسازاده تر منځ لاسلیک شو.