د بهرنيو چارو وزارت وياند په ټويټر ليکلي، چې مولوي اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په دې ليدنه کې د کابل او مسکو پر دوه اړخيزو اړيکو، سيمه ييزو مسايلو، اقتصادي همکاريو او د هېواد پر وروستيو پرمختګونو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي چې ښاغلي متقي په دې کتنه کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی چې په مسکو کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ کړي.
نوموړي د ښاغلي کابلوف په حواله ویلي چې روسیه په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ غوښتونکي دي او نه غواړي چې د غربي هېوادونو په څېر د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نه هم غواړي چې افغانستان له نړیوالې ټولنې منزوي شي.