د پکتیکا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لورې د «او.آر. ډي» مؤسسې په ملاتړ ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون د یوسف خېل او مټاخان ولسواليو پر ۲۹۴۱ اړمنو مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو.
د چارواکو په خبره، ددې مرستې په لړ کې ددې ولایت د مرکز شرنه په ۱۰۰۰، یوسف خېل ولسوالی کې ۱۰۰۰ او مټاخان ولسوالی کې په ۹۴۱ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي، چې په ټولیزه توګه ۲۹۴۱ مالداران کېږي او هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکول کېږي.
د ياد پروګرام له تطبيق څخه موخه د اړمنو مالدارنو پر پښو درول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.