د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمنه محمد په مشرۍ راغلي پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبیایا هم حضور درلود، اغلې آمنه محمد د ښځو د کار او زده کړو په اړه چې کومه مسئله پیدا شوې، خپله اندېېښنه شریکه او په دې اړه یې د بیاکتنې غوښتنه وکړه. هغې زیاته کړه، په بهر کې مېشتو افغانانو ورته ویلي که په افغانستان کې ورته د کار او فعالیت زمینې برابرې شي، نو دوی به هیواد ته راستنې شي.
اغلې آمنه محمد وویل، په ډېرو برخو کې د ښځو د کار او فعالیت اړتیا ده، نو له دې امله دې رامنځته شوې مسایل د خبرو له لارې حل شي. هغې زیاته کړه، موږ غواړو له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي ترڅنګ دا هیواد د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي. د افغانستان راتلونکی د دې هیواد نسل له زده کړو او روزنې پورې تړاو لري.
ورپسې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه رئیسې سیما باهوس وویل، له افغانستان سره مرستې د افغان ښځو له فعالیتونو او کاري فرصتونو پورې تړاو لري. دوی ته دې د افغانانو د ارزښتونو او کلتور په رڼا کې د کار کولو لارې وموندل شي. هغې زیاته کړه، دا مهال ۱۱،۶ میلیونه افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د روغتیا، ښوونې او روزنې او کرنې په برخو کې د نړیوالو مرستو مننه وکړه او وې ویل، ملګرو ملتونو د تورلېست د حذفولو، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې اوپه ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخه کې لازمه همکاري او پاملرنه نه ده کړې.
نوموړي وویل، په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله میلیونونه افغانان کډوال، تخمیناً پنځه میلیونه په نشه یي توکو روږدي شول چې تخمیناً یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي. هغه زیاته کړه، په هیواد کې د اوږدو جګړو، بې وزلۍ او وچکالیو له امله ډېری افغانان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د عالیقدر امیرالمومنین شیخ هبت الله اخندزاده حفظه الله له لوري عمومي عفوې ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت له واکمنېدو راورسته سراسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه تللی،د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی شوی.
د ریاست الوزرا اداري مرسیتال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د روغتیا، زده کړو، امنیت، د اسلامي شریعت او افغانی عنعناتو په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته احترام لري او په نورو بېلابېلو برخو کې یې مثبت کارونه کړي او لا هم هیوادوالو ته د ښو خدماتو او اسانتیاوو د برابرولو کوښښونه کوي. هغه په ټینګار سره وویل، نړیوال دې بشري مرستو ته له سیاسي مسایلو سره تړاو نه ورکوي، ځکه له دې سره بیا هم ښځې متضرره کېږي، نو په دې برخه کې چې کوم مسایل وجود ولري، د مذاکرې او مفاهیمې له لارې دې په ښه توګه حل شي.