د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د غالۍ پلورونکواتحادیې له استازو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د یادې اتحادیې استازو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل شول چې د ارګ دروازې د ټول ملت په مخ خلاصې دي او څه چې زموږ په وس وي، ستاسو ستونزو ته له رسیدګي او د ولس له خدمت څخه به یې درېغ نه کړو.
ورپسې د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادیې لومړي مرستیال الحاج نوراحمد نوري، دویم مرستیال حاجي قربانعلي جمشید زاده او الحاج فریداحمد کریم زاده د غالیو صنعت د ارزښت او په کور دننه بې وزله خلکو ته د شغلونو د ایجاد په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال په کابل کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه د دوی د همکار د ژغورنې له امله د اسلامي امارت له رهبري او امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه.
دوی همدارنګه په کابل، کندز، ننګرهار او کابل کې د غالیو اوبدونکو د ښارګوټو د ځمکو د وېش، د خامو موادو واردولو د ګمرکي معافیت، د بین المللي نندارتونو، بازارموندنې، صادرولو، د متعددو جوازونو د صدور، تخنیکي کارکوونکو ته د سرپناه او نورو لازمو اسانتیاوو او امکاناتو د برابرولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د غالۍ پلورونکو اتحادې استازو سره په کتنه خوښي وښوده او وې ویل، موږ خوشالېږو چې ستاسو ستونزې د حل په موخه له مشرانو او مسوولینو سره شریکې کړو. هغه زیاته کړه، موږ ویاړو چې په بهر کې د هیوادونو دولتي مقاماتو او پاچاهانو په کچه د افغانستان غالۍ په ډالیو کې ورکوي.
نوموړي وویل، اوس په هیواد کې امنیت راغلی او امنیتي کسان د امنیت د لاښه والي کوښښونه کوي. له دې سره به زراعت، سوداګري او صنعت وده وکړي. افغان تاجران او پانګوال دې په پردیو هیوادونو کې د ډېرې ګټې پرځای په خپل هیواد کې لږ ګټې ته ارزښت ورکړي او له دې سره به هیواد په پښو ودرېږي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته په خطاب کې وویل، دا چې تاسو د غالۍ اوبدلو له لارې خلکو ته د شغل او کار زمینه برابره کړې دا لوی کار دی او ستاسو ستونزې به اړوندو ادارو او مسوولینو ته د حل په موخه ولېږو، ځکه زموږ او تاسو د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې هیواد په پښو درېدلی شي.