د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماؤ سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم مفتي صاحب سراج الدین د نورو په استازیتوب د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او ټولنې لپاره یې د ښوونې او روزنې د زمینې پرایجاد او ارزښت ټینګار وکړ.
نوموړي د دیني علومو د زدکړې په موخه د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دیني مدارسو ایجاد او د افغان ولس ستونزو ته رسیدګي مهمې اړتیاوې وبللې.
د غونډې ګډونوالو د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل داسې زمینه ایجاد کړي چې د افغانستان اسلامي امارت مسئولین له نږدې د خلکو ستونزې وارزوي او د حل لپاره یې اقدام وکړي. همداراز دې ضوابطو ته پر روابطو ترجیح ورکړي او د عامو خلکو ستونزو او مسایلو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو له علماؤ سره پر کتنې خوښې څرګنده کړه وې ویل، علماؤ په تېرو کلونو کې د خلکو د ستونزو حلولو په موخه خپل پیاوړی رول لرلی او په دې برخه کې له ګواښه ډک مسئولیتونه هم ورسپارل شوي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اسلامي امارت مسئولین د افغان ولس د ستونزو حلولو په موخه هیڅ راز هڅې نه دي درېغ کړي او په راتلونکي کې به هم د علماؤ مشورو ته ځانګړې پاملرنه وشي.