د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس ښاغلی الحاج مولوي محمد حنیف حمزه او ورسره مل پلاوی چې ترکمنستان هېواد ته د برېښنا د قرارداد د غځولو او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه سفر کړی وو، له یاد رسمي سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شو.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له ترکمنستان سره د برېښنا د تړون تمدید، د 500KV مزي د پروژې بشپړول، د نورالجهاد سب سټیشن جوړول او د TAP پروژې د پلې کولو په موخه د اړینو همغږیو رامنځته کول د یاد سفر له مهمو موخو څخه یاد کړل.
ښاغلي منصور یادونه وکړه چې په دې سفر کې له ترکمنستان هېواد سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا تړون تمدید شو او همدارنګه د یادو پروژو د پلي کولو په هکله د ترکمنستان هېواد له خوا ډاډ را کړل شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي په بشپړېدو او د نورالجهاد سب سټیشن په جوړېدو سره به له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا اندازه ۱۱۰ میګاواټه نوره هم لوړه شي او همدارنګه د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پروژې په پلي کېدو ،، د TAP پروژې او د ۵۰۰ کیلو ولټ لین چې د افغانستان له لارې پاکستان ته تېریږي ، د افغانستان د ډیرو ولایتونو اوسیدونکي به له برېښنا څخه برخمن شي.