نن د سلواغې څلورمه نېټه د پوهنې نړيواله ورځ ده. د پوهنې وزارت په همدې مناسبت خپل ولس او نړيوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې اسلامي امارت تعليم او زده کړه حاصلول د هر افغان لپاره اړینه بولي او هڅه کوي چې خپل ولس ته معياري ښوونيز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت له ټولو اقتصادي محدوديتونو او ستونزو سره، سره توانیدلی دی، چې په ټول هيواد کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره ديني مدارس او د سیمه ایزو درسي ټولګیو، چټکو زده کړو او لیک او لوست د زده کړې په زرګونو مراکز فعال وساتي.
دا مهال د یاد وزارت په چوکاټ کې لس ميليونه زده کوونکي چې څه د پاسه دوه نیم میلیونه يې نجونې تشکيلوي، په ارامه فضا كې په زده کړو بوخت دي، چې د دوه نیم لکه ښوونکو له لورې چې ۹۲ زره يې ښځينه دي، ورته تدریس او ښوونه کېږي.
د پوهنې وزارت په نړيواله ټولنه هم غږ کوي، چې له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان په ښوونيز ډګر کې یوازې پرېنږدي او ځوان افغان نسل ته د تعليمي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.
افغان ولس هم دنده لري، چې خپلو بچيانو ته د ښوونې او روزنې د فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې له پوهنې وزارت سره ملاتړی واوسي. د هیواد ځوانانو ته سپارښتنه کوو، چې خپل علمي رسالت درک او په خپلو زده کړو کې لا ډیر هڅاند او متوجه واوسي.