د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (UNDP) د آبادۍ پروژې په مالي او د «DRC» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دې ولایت د اچین او غني خېل ولسوالیو کې د اوبولګولو د دریو پروژو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د اچین او غني خېل ولسوالیو کې د ۱۰.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو په تطبیق سره ۱۷۰ تنو ته کاري فرصتونه برابر شوي او دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
د کرنې رییس قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو څخه یې وغوښتل ترڅو د یادو پروژو په ساتنه کې همکاري وکړي.