د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ او سرپل ولایتونو له یو شمیر علماؤ او مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې د ملي دفاع وزارت د توپچي عمومي ریاست قومندان محترم ملا محمدمنصور خبرې وکړې او د اجتماعي، اقتصادي، د خلکو او کورنیو امنیتي او د شهیدانو د ورثې د وضعیت په اړه یې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
ملا محمدمنصور اجتماعي، اقتصادي، د خلکو او کورنیو امنیتي او د شهیدانو د ورثې ستونزې د سیمې اساسي ستونزې په ګوته کړې.
نوموړي د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د پورته ذکر شویو ستونزو په ځانګړي ډول د شهیدانو ورثې د ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو ولایتونو له علماؤ او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه وې ویل، په ټولو برخو کې د خلکو او مجاهدینو د ستونزو حل په ځانګړي ډول د شهیدانو کورنیو او ورثې ته رسیدګي د اسلامي امارت لومړیتوب دی او مسوولین به د ذکر شویو ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې وکړي.