د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل له والي محترم شېخ صاحب ملا محمد قاسم خالد او یو شمیر مجاهدینو سره وکتل.
په پیل کې محترم ملا محمد قاسم خالد خبرې وکړې او په کابل کې یې د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت او د حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
کابل والي په خپل خبرو کې د یو شمېر مجاهدینو بې برخلیکه پاتې کېدو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کابل والي او مجاهدینو سره پر ملاقات خوښي څرګنده کړه وې ویل، په ټولو برخو کې د خلکو او مجاهدینو د ستونزو حل په ځانګړي ډول دوی ته د کاري فرصتونو ایجاد د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او مسوولین د ذکر شویو ستونزو د حل په برخه کې جدي هڅې کوي.