د لوګر ولایت مرکز، برکي برک او څرخ ولسوالیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۱۹۵۰ اړمنو کورنیو ته د اسلامي همکاریو د سازمان په همغږۍ د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د چمتو شوې خوراکي توکو د مرستې ویش پیل شو.
یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ ليتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او ۲ کیلو خرما شامل دي.
په پام کې ده یاده مرسته په ۲۵ ولایتونو کې د ۴۷۴۰۰ اړمنو کورنیو نږدې درې سوه زره وګړو ته د ژمي له پای ته رسیدو وړاندې وویشل شي.